ليبيادپاڅون رهبري څنګه پردو په لاس کي ونيول !
انجنير سيد       عبالقادر  انجنير سيد عبالقادر

                                                                      ۳۰ – ۶ ــ۲۰۱۱          

۱ــ  دشمالي افريقا او منځني ختيځ ولسي پاڅونونو ته يوه لنډه کتنه :

۲ــ د ليبيا پرمستقل هيواد باندي دامريکا او ناټو پوځي يرغل او دليبيا دهيواد  اوسني سياسي ، جنګي کړکيچن حالت  او نړيوال غبرګونونه  :

۳ ــ دمنځني ختيځ او شمالي افريقا  دپاڅونونواحتمالي پايلي :

دوهمه برخه :        ۲ ــ دليبيا پر مستقل هيواد باندي دامريکا او ناټو پوځي يرغل او دليبيا دهيواد اوسني سياسي ، جنګي کړکيچن حالت او نړيوال غبرګونونه :                                                                                     مخکي تردې چی ددې ليکني پر دوهمه برخه باندي لږ څه کتنه وکړو ، ښه به داوي چی پرليبيا باندي  د غربي نړي  ديرغل هغه  اصلي مخي چی دليري څخه  ښکاري  په لاندي څو کرښو کي په  لنډ ډول  راميدان ته کړو :    ۱ـــ غربي نړي په داسي حال کي غواړی چی  دليبيا دتيلو او ګازو واک په  لاس کي ونيسي، چی   دليبيا تيل د کيفيت له مخي دنړي دلومړي درجي تيلو څخه شميرل سوي ، او دګازودشتون اندازه يي  دافريقا یی هيوادونو په  قطار کي لومړي مقام  لري    ۲ـــ  په عربي نړي  کښی داسرائيلو دګټو دساتلو له پاره دمصرد پخواني رژيم په څير ديوه بل نوي  قوي دولت را منځ ته کول  ۳ ـــ  غربي نړي غواړي چی  دليبيا اقتصادي خپلواکي دنړيوال بانک وانحصار ته انتقا ل کړي  ، دا ځکه چی قذافي دنړيوال بانک شومي  مخي دليبيا داقتصاد څخه لنډ ي  کړي وي ، اود تيلو خرڅلاويي هم په ډالر نه بلکه دليبيا په پيسو ( دينار ) باندي سرته رساوه  ۴ ـــدافريقايي اتحاديي د اقتصادي لومړنيو  تحکيمي مخو ( هدفونو ) دمنځه وړل دي ، هغه داچی  په تير کال کي افريقايي اتحاديي ته دليبيا دمشر په وړانديز ديوي ګډي پيسي ( بانک نوټ  ) رامنځ ته کول دي ، چی دافريقايي اتحاديي له خواه هم دا وړانديز قبول سوي وو ۰ او هم ددې وڅنګ ته ديوه اقتصادي مشترک بازار رامنځ ته کول هم ددوي په نوو خبرو کي شامل وه ۰ چی دا هم دغربي نړي داستعماري مخو خلاف يو عمل وو ۰ دليبيا دمشر ټولي  دا هلي ځلي کيدلايسواي چی په نيژدي راتلونکي کي ټوله افريقايي هيوادونه دامريکا او نوري غربي نړي داستعماري منګولو څخه خلاص کړيواي ۰ ځکه  نو غربي نړي ته داسي کړني دتحمل وړنه وي ۰  نو دډيره وخته يي انتظار ايستي چی څه وخت به  په يوه او بله بهانه باندي وکړايسي چی د ليبيا پر هيواد باندي يرغل وکړي ۰غربي نړي ديرغل په لومړنيو هفتو کي بيله دې چی امنيت ته پام واړه وي ، ژر يي بنغازي په ښار کي يو بل مرکزي بانک دانتقالي شورا  درهبري په زريعه جوړ کړ ۰ داځکه چی دنړيوال بانک په لاسونو کي بايد دليبيا اقتصاد ورکړي ۰ او هم ددې وڅنګ ته انتقالي شورا رهبري دقطر سره دتيلو نوي قرارداد هم لاس ليک کړ ۰داسي معلوميږي چی داتيل به دقطر دلاري غربي نړي ته لاس پرلاس سي ۰ په داسي حال کي چی دا دواړي کړني ( نوي مرکزي بانک ، دتيلو قرارداد ) هيڅ نوع حقوقي مشروعيت نه سي پيداکولاي ۰ تر څويو  مرکزي دولت دا پرو توکولونه لاس ليک کړي نه وي ۰  بايد وويل سي چی امريکا او ناټو هروخت په ځانګړي توګه دپخواني شوروي اتحاد ترړنګيدو وروسته  دخپل يرغل په وخت کي دخپلو ناپاکو مخو له پاره  دافغانستان او عراق په څیر هره  غيري  حقوقي کړنه  حقوقي بللي  اوهره  غيري  مشروع کړنه يي مشروع بللي ده ۰اوس به دليکني اصلي برخي ته راشو ۰   

که پر ليبياباندي دامريکا او ناټو پوځي يرغل ته  لږ څه کتنه کوو، نوسم دلاسه  دليبيا داوسني کړکيچن حالت په اړوند داسي سوال راپيدا کيږي ،  چی ولي دليبيا پاڅون کونکو ترڅو ورځو وروسته دعربي نړي دنورو پاڅونو نو څخه ليري او ژر  د خشونت لاره غوره کړل ،او  پر دولتي پو ځي انبارونو باندي  يي حمله شروع ،  او يو شمير سلاحوی په خپل لاس کي ونيولي ، او  دغربي نړي څخه يي دپوځي کومک غوښتنه و کړه  ؟ ددې سوال په ځواب کي بايد ووايو چی پر ليبيا باندي  دامريکا او ناټو پوځي يرغل ټولو نړيوالو ته هرڅه په ګوته کړل ۰ داځکه چی  ددوي دوحشت څخه ډک دا پوځي يرغل  دملګرو ملتونو دامنيت شورا د دمارچ د(۱۷) مي  نيټي د ( ۱۹۷۳ ) پريکړه ليک څخه په ښکاره سرلغړونه دخپلو ناپاکو مخو له پاره  تر سره سوي  دي ۰اووروسته  معلومه سول  چی د پاڅون دلومړي ورځو څخه دپاڅون رهبري په غير مستقيم ډول د  امريکا او غربي نړي په لاسونو کي نيول سوي وه ،ځکه نو دا پاڅون کونکي دخشونت پر لاره رهبري کيدل ۰چی ډيرژريي د   دولتي قواوو سره يي عملآ  مسلحانه جګړه شروع او دليبيا دهيواد دوهم ستراتيژيک او نفتي ښار ( بنغازي ) په خپل کنترول کي راوست ۰ او دولت هم ددوي ددې غير قانوني عمل په وړاندی سخت غبرګون ښکاره کړ چی دليبيا ددولت  دا غبرګون دامريکا او غربي نړي تر سختو انتقادونو لاندي راغي ۰ چی وروسته  دليبيا مشر( قذ افي ) خپله امريکا او غربي نړي ته دخپلي تلويزوني شبکي له لاري وويل : چی که ستاسو په هيوادونو کښي يو شمير کسان پر پوځي انبارونو باندي حمله وکړي ، تاسو به په وړاندي څه وکړي ؟ ولي غربي نړي ددې سوال په وړاندي خاموشه پاته سوله ۰  او دليبيا ددولت پر ضد يي دډموکراسي تر نامه لاندي  دمخالفينو پلوي په ښکاره ډول شروع کړل ۰ او ددولت مخالفينو د ( بنغازي )د ښار په نيولو سره سم دلاسه  ( ۳۱ ) کسيزه انتقالي شورا جوړه کړل ،  چی  ددې شورا اصلي رهبري کونکي کسان عبارت دي د  ( مصطفي عبالجليل ، عبدالفتاح يونس او محمود جبرئيل  ) څخه ، چی  مصطفي جليل يي درئيس په حيث  اعلان کړي  چی دقذافي ددولت مخکني دعدليي  وزير ، او فتاح يونس يي هم  داخله وزير  وو ۰ او محمود جبرئيل په امريکا کښي نيژدي ددوو لسيزو راهيسي په يوه پوهنتون کښي  دا ستاد په حيث دنده مخ ته بيايي او هلته ژوند کوي  ۰دځينو رسنيو له مخي ويل کيږي چی ددوي تر لاس لاندي دښارونو خلک دانتقالي شورا  يوازي د ( ۱۱ ) کسانو سره بلديت لري او نور هيڅ نه پيژني ۰ غربي نړي هم  دخپلي مخکني جوړي کړي ، سناريو سره سم لومړي  داشورا دفرانسي ددولت له خواه په رسميت وپيژندل سول او وروسته بيا ايټاليا او په وروستنيو اونيوکي هسپانيا ،کاناډا ، پاناما ،اود  المان  دولت  هم په رسميت وپيژندله ۰

 امريکا تر اوسه پوري د نړي وولسونوته دفريب له پاره دا انتقالي شورا په رسميت نه ده پيژندلي ولي دا شوراي يي دليبيا دولس له پاره يوه قانونمنده بللي ده چی دا ټکي دامريکا خارجه وزيري ( هيلري کلينتن ) دتماس په جلسه کي چی د جون  پر اتمه په ابو ظبي کي  دايره سوي وه ، په صراحت سره بيان کړل  ۰ بايد په لنډ ډول سره ووايو چی دليبيا ددولت په وړاندي دمسلح مخالفينو سره دامريکايي او يو شمير غربي هيوادونو ليدني او کتني حتا د ملګرو ملتونو د۱۹۷۳ پريکړه ليک تر مخه هم شروع سوي وي ۰ چی دليبيا ددولت له خواه تر سختو انتقادونو لاندي نيول کيدلي ۰ وروسته ښکاره سول چی دا ټوله ليدني او کتني ديوي خاصي  سناريو له مخي مخ ته تلي چی هد ف يي دليبيا ددولت را پرځول وه ۰

  ځکه نو  دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي  دليبيا د دولت پرضد خپل پراخ دواقعيتونو څخه ليري  تبليغات دخپلو ناپاکو مخو له پاره  شروع کړل ، او داسي يي ويل : چی دليبيا حاکميت د بنغازي او ميصراني په ښارونو کښي پراخ  بشري جنايات تر سره کړي او هم يي خپلو سربازانو ته داسي ( تابليتونه ) ورکړي دي چی دهغو په خوړلو سره پر مخالفينو باندي جنسي تيري تر سره کړي ۰ ديرغل په لومړنيو ورځو کي دنړيوالو بشري حقوقو مختليفو موسسو استازودبنغازي او ميصراني ښارونو ته سفرونه وکړل ، او هر څه يي دنيژدي وليدل او وروسته يي دنړي په ميدياووکي وليکل چی دغربي نړي دادواړه اتهامه غلط او دواقعيت څخه ليري وه ۰  امریکا او  غربي نړي ددغسي بي ځايه اتهامونوله لاري وکړايسواي چی خپل  ولسونه ودې ته اړ باسي چی واکمنان يي بايد په اصطلاح  دخلګو دنجات او ډموکراسي له پاره دليبيا پرمستقل  هيواد باندي  پوځي يرغل  وکړ ي ۰  څو خلګو ته نجات ورکړي ۰ او په دې اړوند  دامنيت شورا  د (امريکا ، فرانسه ، انګليستان ، لبنان  ) په وړانديز  دمارچ پر ۱۷ مه نيټه ( ۱۹۷۳ ) يم  پريکړه ليک  دلسو موافقو او۵ ممتنيع رايو باندي تصويب کړ ۰ چی په دې پريکړه ليک کي يوازي دليبيا ددولت دهغه فضايي حريم بندول شامل دي چی د ليبيا دولت  ونه کړايسي پر مخالفينو باندي هوايي بمبارد وکړي ۰  هند د چين ، روسيي ، المان او برازيل وڅنګ ته په ممتنيع رايو کي شامل وو ، او تر جلسي وروسته دهند نماينده دژورنالستانو په منځ کي وويل :  چی موږ دامنيت دشورا څخه وغوښتل :  چی بايد دڅارني   يو هيئت دبنغازي او ميصراني ښارونو  ته  وليږو  چی معلومه سي  دا ستاسو ادعاوي واقعيت لري او که يوه تبليغاتي بڼه ده ولي دامنيت شورا زموږ خبرو ته غوږ ونه نيوه او رايه اخيستنه يي پر وکړل ، ځکه نو موږ هم ممتنيع رايه ورکړل  ۰ او هم دارنګه دمارچ په لومړيو ورځو کي دوينزوئلا جمهور رئيس (هوګو چاوز ) وړانديز وکړ چی په ليبيا کي داوسني کړکيچ دحل له پاره د افريقايي اتحاديي ، ونزويلا داستازي  په ګډون ، دامريکا دپخواني جمهور رئيس ( کارتر ) ، ملګرو ملتونو سره په ګډه يو کميسون جوړ او دسياسي حل له پاره دې کار وکړي او زياته کړي وه چی ( جيمز کارتر ) پخواه  دونزوئلا د سياسي کړکيچ په سياسي  حل کي هم  ډير ستر رول ولوبا وه ۰ دامريکا تر يرغل وروسته بيا (داپريل ۱۸ نيټه )  دايران جمهور رئيس د ونزوئلا (هوګو چاوز) څخه تليفوني غوښتنه وکړله چی دليبيا دحالاتو دسمون له پاره مينځ ګړيتوب  کميسون له پاره بيرته دسره خپل کار شروع کړي ۰ولي امريکا او غربي نړي ددوي وړانديزونو ته هيڅ ډول توجه ونه کړل ۰  په داسي حال کي چی دافريقا يي هيوادونو داتحاديي سازمان په ليبيا کي دحالاتو دسمون له پاره خپل وړانديز ديوه دري ګوني  هيئت په لاس چی د ( مالي ، موريتاني ، کونګو ) دهيوادونو استازي پکښي شامل وو وليبياته وليږي ۰ چی دهيئت سره د ليبيا ددولتي چارواکو  دليدو وروسته ددولت مخالفينو هم ورسره ملاقات وکړ ۰ په داسي حال کي چی قذافي دافريقايي اتحاديي وړانديز قبول ، ولي مخالفينو يي بيا دا وړانديز ته درد ځواب ووايه ۰ په لنډ ډول په وړانديز کي دغه ټکي (  دبشري ګومکونو ليږنه ، دجنګ دريدنه ، دانتقالي دوري له پاره دخبرو پيليدل ) شامل وه ۰ روسيي او چين  هم په مسلسل ډول په ليبيا کي دسياسي حل له پاره ږغونه پورته کړي دي ۰ولي ټولو سياسي هلو ځلو پر امريکا ، ناټو ، انتقالي شورا باندي کوم تاثير ونه ښندي ، په داسي حال کي چی دمۍ په وروستيو ورځو کي دجنوبي افريقا جمهور رئيس يو ځل بيا دليبيا دولت او داپوزسيون دمشرانو سره دسياسي حل په اړوند خبري وکړي ولي کومه مثبته  نتيجه يي تر لاسه نه کړه ، او  په هغه ورځ دليبيا څخه  دجنوبي افريقا دجمهور رئيس تر پرواز وروسته سم دلاسه ناټو دليبيا مرکز طرابليس تر سختو بمباردونو لاندي ونيوي ۰  ځکه نو دامريکا او تاټو دبمباردونو دلومړي ورځي څخه داسي معلومه سول ، چی ددوي اصلي هدف نه د ملکي خلګو دفاع او نه دډموکراسي منځ ته راوستل بلکه ديوه ګوډاګي رژيم منځ ته راوړل دي ،  چی ديوه طرفه دليبيا دملت تيل او ګاز ددوي په اختيار کي کښيږدي او دبله طرفه  په منطقه کي  ددوي دستراژيودپوليکوونکو په قطار کي ودريږي ۰ ځکه نو دناټو چارواکوهر وخت  خپل تر منځ په مختليفو غونډوکي پردي ټينګار کړي دي ،چی  په ليبيا کي موږ تر هغه وخته بمبارد کوو چی ضرورت وي ۰ البته دا ضرورت ددوي په آند تر هغه وخت ادامه پيدا کوي ، څو چی دليبيا اوسني حاکميت را چپه او پر ځاي يي دډموکراسي تر نامه لاندي خپل ګوډاګي رژيم ځاي پر ځاي کيږي ۰  ځکه نو پر( ۱ــ ۶ ــ ۲۰۱۱) نيټه   دناټو منشي په خپله غونډه کي وويل ( کناره ګيري قذافي از پست رهبري دير يا زود عملي خواهد شد مسله اين نيست که آيا قذافي کناره ګيري ميکند وياخير بلکه بحث زمان آن است اين امر ممکن است طول بکشد يا فردا رخ دهد ۰داهم ديادولو وړخبره ده چی دلومړي ځل له پاره دفرانسي دبهرنيو چارو وزير ألن ژوپه دجون پر ۱۶دالجزيري دتلويزيوني شبکي سره په مره که اعتراف وکړ چی دامنيت دشورا په ۱۹۷۳ يم پريکړه ليک کي دقذافي دحاکميت چپه کول نسته ، ولي داروپا او عربي  اتحاديه غواړي چی قذافي بايد ليري سي   ۰  که دپورتنيو چارواکو( دناټو دمنشۍ ، دفرانسي دبهرنيو چارو دوزير )  څرګندونو ته لږ څه دانصاف په تله کي وګورو ،  دورايه معلوميږي چی څونه دسالم تعقل او دنړيوالو قبول سووقوانينو  څخه ليري  او د تکبر څخه ډکي څرګندوني دي ۰ واقعيت خو دادي که په نړي کي  دملګرو ملتونو سالمه  اداره موجوده واي نه به داسي يرغلونه او نه به داسي څرګندوني شتون درلودلاي ۰  

   داهم دياده ولو وړ خبره ده ،  چی ليبيا  باندي  دامريکا تر رهبري لاندي دناټو پوځي يرغل که  ديوه طرفه  ددې ځواک دواکمنانو په لاس کي هيڅ ډول توجيهي سندشتون نه لري ولي دبله طرفه دملګرو ملتونو دامنيت دشورا څخه هم  هيڅ ډول داسي پريکړه په لاس کي نه لري ۰چی هغه دې ددوي ودغه بشري او اقتصادي جناياتو ډک ير غل ته لږ تر لږه يوه قانوني بڼه ورکړي ۰ ځکه نو دنړي مختليفو چارواکو ددوي دا عمل په کلکه غندلي دي۰

۰ چی په دې هکله  دروسيي صدراعظم ( ولاديمير پوتين ) ددوشنبه په ورځ دمارچ پر ۲۱ تمه نيټه (ديرغل دريمه ورځ )  ديوي فابريکي دکارګرانو په منځ کي دنورو خبرو وڅنګ ته دليبيا داوسني کړکيچ په هکله يي  داسي وويل :

سياست امريکا مداخله در منا زعات در کشور های ديګر به تمايل پايدار مبدل ميګردند ، نه وجدان وجود دارد ونه منطق ۰ او هم داسي مخ ته ولاړي  :  در دوران زمامداری بيل کلينتون بيلګراد ودر زمامداري بوش افغانستان وعراق را بمباردمان نمود ند ۰ وحالا نوبت ليبيا به بهانه دفاع از  مردم  ملکي رسيده است منطق ووجدان کجا است ؟ هيچکدام انها وجود ندارد ۰ او هم دارنګه  دامريکا دا پوځي يرغل يي  دقرون وسطايي دصليبي جنګونو سره مشابه  کړ ۰ ولي دناټو چارواکو د( ولادمير پوتين ) ددغو سختو څرګندونو په وړاندي يوازي وويل ، چی موږ نه غواړو دپوتين څرګندوني تفسير کړو ۰

او هم دارنګه دبوليوي جمهور رئيس ( اوو مور الس ) په ليبيا کي  دامريکا تر رهبري لاندي جنګي عمليات انتقاد کړل ، او سخته نا خوښي يي ښکاره کړ ل اوداسي يي  وويل :  چی  دصلح دنوبل  دجايزي وړونکي د يو تجاوز کاره ګروپ مشري پر غاړه لري ۰ او ددې وڅنګ ته دروسيي دډموکرات ليبرال ګوند مشر ( ولاديمير ژيرينو فسکي )  دنوبل دجايزي کميټي ته وړانديز کړي دي ۰ چی اوباما دنوبل دجايزي څخه محرومه کړي ۰دامريکا او ناټويي يرغل دليبيا پر مستقل هيواد باندي افريقايي اتحاديه ،  چين ، هند ، وينزويلا ،  او دنړي يو ډير شمير هيوادونه يي سخت متاثره کړي دي ۰ هغه داچی په دې يرغل کي دالعربيه دويب پاڼي په حواله دليبيا دهيواددډيرو پوځي تا سيساتو تر څنګ مسکوني سيمي هم تر بمبارد لاندي راغلي دي ۰چی دليبیا ددولت دمسؤلينو له خواه څو ځله دنړيوالو ژورنالستانو پام دملکي خلګو تلفاتو او اقتصادي ورانيو ته ور اړولي او ژورنالستانو ته يي دنيژدي هر څه ور ښکاره کړي دي ۰بايد ووايو چی  دافغانستان او عراق په څير دامريکا ددې دوحشت څخه ډک تيري په پايله کي چی کومي بشري وژني او مسکوني خرابي رامنځ ته کيږي،يرغلي حاکميتونو کوښښ کړي او کوي يي چی ددې وحشت ريښتيني  رپوټونه او انځورونه  دميدياو وڅخه پټ اويا په کمه کچه او هم ناوخته  ميدياو وته راوباسي ۰ ځکه نو دليبيا دتلويزيون نړيوالي خپروني هم ډير ژر داروپا څخه قطع کړلي ، داځکه چی دليبيا ملي ټلويزيون هره ورځ دجنګ دميدان انځورونه او د جنګ په وړاندي دولس څرګندوني  خپرولي ۰  دځينو رپوټونو څخه داسي معلوميږي ، چی دليبيا يرغمل سوي  ولس يي د يوه ستربشري او اقتصادي ناورين سره مخامخ کړي دي ۰داځکه چی يوازي دمارچ د۳۱ مي نيټي څخه بيا د مي دمياشتي تر ۱۴ مي نيټي  پوري (۶۵۲۵) پروازونه دليبيا پر فضايي حريم باندي تر سره سوي ، چی دهغه جملي څخه يي (  ۲۵۵۶) رزمي پروازونه  دي ۰ دکرونز توغنديو شميرنه نه ده په ډاګه سوي چی پر ليبيا باندي په کوم شمير اورول سوي دي ۰  او هم دارنګه ناټو شل جنګي کښتي دمديتراني په بحيره کي دڅارني له پاره ځاي پر ځاي کړي دي ، چی دليبيا دولت ته د تسليحاتي کومکونو مخه ونيسي ۰ او هم دمي پر ۶ مه نيټه دناټو چارواکو په ډاګه کړل چی موږ دقذافي درژيم ( ۱۸۰۰ ) پو ځي تسليحاتي  (تاسيسات ، انبارونه ) له منځه وړي دي ۰ ولي دملکي  تلفاتو، مسکوني او ملکي موسساتو دمنځه وړلو او ورانولو رپوټونه د يرغل دلومړي ورځي څخه يرغلي حاکميتونو هڅه کړي ده چی  دجمعي رسنيو څخه پټ وساتل سي په داسي حال کي چی دعربي نړي تر پاڅونو دمخه دالجزيري تلويزوني شبکي په نړي کي د ريښتيني رپوټونو په ژر اخستلو او خپرولو کي ځانګړي مقام درلودي ، متاسفانه چی دعربي نړي دپاڅونو په شروع کي دقطر دحاکم له خواه څخه ديوه خبر تيا ( هوشدار ) تر ورکولو وروسته الجزيري تلويزوني شبکي خپله پخواني لاره خوشي او دغربي نړي دخوښي سره سم لاره يي خپله کړه ، چی ډير ژر دامريکا د بهرنيو چارو دوزيري ( هيلر ي کلنټن ) له خوا ه ددوي دا تګ لاره وستايل سول ۰  او په دې وروستيو کي د جون په لومړي نيټه  دليبيا د دولت ويا ندوي ( موسی ابراهيم  ) د «ریا نووستی»/  په حواله ادعا کړي ده چی د ناټو بمباردونو دمارچ د۱۹ مي څخه بيا  دمي تر  ۲۶ مي نيټي پوري  (۷۱۸ ) ملکي کسان په شهادت رسولي او ۴۰۷۰ ملکي وګړي يي زخميان کړي چی ۴۳۳ زخميانو صحي حالت ښه نه دي ۰                                                                         دليکني په وروستي برخه کي بايد وويل سي چی دامريکا او ناټو چارواکو ديرغل نه مخکي  داسي فکر کاوه چی دقذافي حاکميت به په ۴۸ ساعتو کي را چپه کړي  ۰ ولی وروسته دامريکا او ناټو مستکبري قواوي  د قذافي تر رهبري لاندي  نه يوازي دمسلحو قواوو بلکه  دولسي قبيلو دسختو مقاومتونو سره هم مخامخ سولي  ۰ وروسته داسي معلومه سوله چی دناټو چارواکوخپله کاميابي د  دقذافي دمنځه تلو کي و ليدله ، ځکه نو نيژدي ددوومياشتو راپه دې خواه يي  په مختليفو وختونو کي  دقذافي پر  استوګنځي باندي بمبونه غورځولي دي ۰ چی دمی دمياشتي په لومړي نيټه ناټو دشپي له خواه په يوه بمبارد کي دقذافي يوځوان زوي چی په المان کي محصل وو، ددروو لمسيانو ، ځيني نورو دوستانواو هم يو شمير ګاونډيانو  سره يي په شهادت ورسول ، قذافي او ميرمن يي ددې بمبارد څخه روغ رمټ ووتل ۰ داسي بمبا ردونه دده پر استوګن ځايونو باندي څو ځله دناټو له خواه سرته رسيدلي دي ۰ چی په پايله کي دروسيي صدراعظم هم سخت غبرګون ښکاره کړي او ويلي دي چی وهيڅ دولتي مشرانو ته دهيڅ  نورو دولتي مشرانوله خواه  څخه داسي  اجازه نه ده ورکړل  سوي ،  چی دليبيا مشر( قذافي )  دي دمنځه يوسي ۰ او هم دارنګه دجنوبي افريقا جمهور رئيس ( جيکوب زوما ) د ( ريا نويستي ) په حواله دجون په ( ۱۳ ) مه  اعلان يي وکړي چی دشمالي اتلا نتيک پيمان د ليبيا ه هکله د امنيت دشورا پريکړه ليک نقض کوي ۰ او په دې هکله داسي واي:

 ناتو برای دستیابی به اهداف خود ازقطعنامه شورای امنیت سازمان ملل متحد سوء استفاده می کند.

زوما تاکید کرد: "ما مخالف تعابیر غلط از محتوای مثبت قطعنامه 1973 هستیم. به اعتقاد ما، قطعنامه مذکور برای سرنگونی رژیم (قذافی)، قتل رجال سیاسی و اشغال (خاک لیبی) توسط نظامیان خارجی تحریف شده است".                                                                                                        او هم دارنګه دجون پر (۲۶ ) نيټه  دليبيا ددولت وياندوي موسی ابراهيم دليبيا دمشر ( قذافي ) دراتلونکي په هکله داسي وويل : که تنها یک همه پرسی دربارۀ آینده و سرنوشت معمر قذافی در قدرت تصمیم گیری خواهد کرد و تا آن زمان رهبر طرابلس نه قدرت را ترک می کند و نه کشور را. مقامات طرابلس پیشنهاد کرده اند که بر سر بود و نبود معمر قذافی در قدرت یک همه پرسی در کشور برگزار شود.             ولي امريکا ، غربي نړي  او انتقالي شورا  بيا هم دليبيا ددولت داڅرګندونو ته کوم داهميت په سترګه ورته ونه کتل بيا يي هم وخپلو يرغلي عملياتو ته ادامه ورکړي ده ۰  

 دليبيا پرهيواد باندي دبي شميره  بمبونو او راکيټونو اوره ول ددې سبب سول چی  ډير ژر ددې جنګ د لوي  سالار ( امريکا ) داقتصادي توانايي څخه ووزي ، او  دا د مسؤليت او اقتصادي لګښتونو څخه ډک باردمارچ پر ۳۱ مه ( دجنګ په  ۱۳  مه ورځ ) دناټو پر اوږو باندي واچوي ۰ ځکه ديوه  جنګي پرواز  مصرف ( دوه ميليونه ډالره ) او ديوه کرونز توغوندي  قيمت ( يو نيم ميليون ډالره ) ويل سوي دي ۰ ځکه نو دامريکا وران اقتصاد اوباما ته دا اجازه ورنه کړه چی دخلګو دماليو په پيسو د ي داسي يو نوي پوځي يرغل يوازي دامريکا له خواه  تمويل سي ، چی هغه دې امريکا دسياسي پلوه په نړي کي نوره  هم  دانزوااو مفليسي و خواه ته ورپوري وهي ۰ نور بيا :

اخځ : ريانوستي ويب پاڼه۰                                                                                                     : ويب پاڼه ۰ rfi      

     : دمحيط برنامه  ۰                                                                                                                                                                                                                                   تمت باالخير


July 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی